د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي چې په تېره لیندۍ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې درې سوه زره ټنه انتقالات شوي دي.
دې ادارې کلید ته په را لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶۵ زره ۱۲۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، د حیرتان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵۸ زره ۹۷۵ټنه، د آقینې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲زره او ۴۶۷ټنه، د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳ زره او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۸ زره ټنه صادرات او واردات شوي.
سر چینې ویلي چې په دې میاشت کې له هېواد څخه ۲۷۲۶متریک ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، هڅه کوي چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29321